slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مشر ملا اختر محمد "عبدالله" وایي، چې د تېرو درې میاشتو په موده کې د زرنج ښار په ګډون، په ټول ولایت کې ۵۶۱ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، نیول شويو کسانو پر بېلابېلو جنايي جرمونو تورن دي، چې شمېر یې په دې ډول دی:

  • ۷۵ تنه د جعلي اسنادو جوړولو په تور

  • ۱۴ تنه د څارویو د قاچاق په تور

  • ۲۵ تنه د میسو د قاچاق په تور

  • ۹ تنه د چاکلیټو د قاچاق په تور

  • ۱۵ تنه د درملو د قاچاق په تور

  • ۳ تنه د ویښتانو د قاچاق په تړاو

  • ۲ تنه د جعلي پیسو د چلند په تور

  • ۱ تن د مالګې د قاچاق په تور

  • ۲۸۹ تنه د انسانانو د قاچاق په تور

  • ۹۲ تنه د غلاوو په تور

  • ۳۲ تنه د جنجال او عامه ګډوډۍ په تړاو

  • ۶ تنه د قتل په تور

  • ۴ تنه د نامشروع اړیکو په تور

ښاغلي عبدالله زیاتوي، چې د یادو کسانو د قضیو ابتدایي دوسیې بشپړې شوې او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي، څو د قانون له مخې پرې لازم اقدامات وشي.

نوموړی ټینګار کوي، چې د جنايي جرمونو پر وړاندې مبارزه جدي تعقیبوي او د قانون حاکمیت د تأمین لپاره له ټول ولس سره همغږي غواړي. نوموړی له خلکو غواړي، چې د شکمنو فعالیتونو په صورت کې، له امنیتي ارګانونو سره همکاري وکړي.