کندهار کې د پخوانۍ ولسي جرګې د غړې فرېبا احمدي کاکړ خاوند وژل شوی.
د پخوانۍ ولسي جرګې د غړې فریبا احمدي کاکړ خاوند حاجي داوودشاه چې څو ورځې مخکې له کاناډا افغانستان ته راغلی و او د کندهار ښار د دوییمې امنیتي حوزې اړوند مدد چوک سیمه کې په خپل کور کې اوسېده.
نوموړی وړمه ورځ په خپل کور کې وژل شوی، تېره ورځ یې د جنازې مراسم ترسره شوي دي او په اړه یې نور کره معلومات نشته دي. د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند، ملا اسدالله جمشید هم تاییدوي چې دغه پېښه شوې او وایي چې په اړه یې څېړنې روانې دي. فریبا احمدي کاکړ د پخواني حکومت پر مهال په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې وه او اوسمهال په کاناډا کې اوسي.
د امنیتي شنونکو په باور؛ که څه هم چې د دې پېښې انګېزه لا معلومه نه ده خو ښايي د یاد کس په شخصي دوښمنۍ کې وژل شوی وي.