کابل کې د کانګو تبي د خپرېدو مخنیوي لپاره ۱۴ ولسوالیو ته وقایوي کیټونه وویشل شول.
د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې اداره (FAO) د کابل د زراعت ریاست د مالدارۍ او حیواني صحت آمریت په همغږۍ ، د کابل ولایت په څوارلس ولسوالیو کې ۱۴ تنه وترنر ډاکترانو ته د شخصي وقایوي تجهیزاتو (PPE) کیټونه ویشلي دي.
د دغو وقایوي وسایلو د وېش موخه، د کانګو تبې (CCHF) ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی او کنټرول ښودل شوی دی.
ټاکل شوې چې د یادې پروسې په ترڅ کې، په هره ولسوالي کې ۱۵۰ طویلهخانې ضد عفوني (سمپاشي) شي، څو د یادې ناروغۍ د خپرېدو خطر راکم شي.