اسراییلي؛ د ایران پر ضد د احتمالي اقدام سناریو له پامه غورځول شوې نه ده.
د غزې تړانګې د سولې پلان ته د نړیوالو بحثونو پر زیاتېدو سربېره، اسراییلي پوځ وایي چې د څو احتمالي سناریوګانو لپاره ځانونه چمتو کوي، چې له جملې یې یو د ایران پر ضد د نوو بریدونو احتمال دی.
یو لوړپوړي اسراییلي قوماندان د سې شنبې په ماښام (د تلې ۸مه) ویلي:
«موږ د منځني ختیځ او ایران وضعیت له نږدې څارو او د بېلابېلو انتخابونو لپاره تیاری لرو. یو له دغو انتخابونو څخه د ایران پر ضد بیا اقدام دی.»
دغه پوځي چارواکي زیاته کړه چې ایران په تېرو پېښو کې له اسراییلي ځواکونو «درنه ضربه لیدلې» او اوس د اسراییل د پوځي وړتیاوو او د خپلو نیمګړتیاوو په اړه ښه پوه شوی دی.
خو د ایران اړخ د ورته احتمالي بریدونو په اړه سخت خبرداری ورکړی دی. په تېرو څو اونیو کې د ایران ګڼو پوځي چارواکو ټینګار کړی چې د اسراییل هر ډول نوی برید به له «قاطع او نه شاتګ کوونکي» ځواب سره مخامخ شي.
د سپاه پاسداران پخواني قوماندان محسن رضایي ویلي:
«که اسراییل پر ایران یو ځل بیا برید وکړي، تهران به د خپلو ټولو پوځي امکاناتو څخه کار واخلي او ځواب به یې قاطع وي.»