انتوني البانیزي: ایران په اسټرالیا کې د یهودو پرضد په دوو بریدونو کې لاس لري.
نوموړي ویلي، د باور وړ استخباراتي معلوماتو له مخې ایران هڅه کړې چې په یادو بریدونو کې خپل لاس لرل پټ کړي؛ خو شواهد ښيي چې دغه بریدونه د ایران له لوري شوي دي.
د اسټرالیا استخباراتي ادارې (ASIO) موندلې، چې ایران په سېډني کې د یوه رسټورانټ او په مېلبورن کې د یوه مذهبي ځای پر ضد بریدونه تنظیم کړي دي.