ملګري ملتونه؛ د نړۍ په کچه په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه وژل کېږي.
د جنسي توپیري چلند پر واړندې د مبارزې هغه طرحه دېرش کلنه شوه چې له مخې به یې په نړۍواله کچه د ښځمنو د حقوقو خوندي تابه لپاره نړۍوالو د مبارزې هوکړه کړې وه؛ خو لا هم په نړۍواله کچه هره ورځ زرګونه خبرونه لاس په لاس کېږي، چې له مخې یې په نړۍ کې د ښځمنو د حقوقو د نه تامین او ورسره د دې قشر ژوند ته د ژورو ګواښونو عکاسي کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د پنجشنبې پر ورځ د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د یوه راپور په ترڅ کې ویلي، چې د نړۍ له هېوادونو یو پر څلورمه برخه یې د ښځو د حقوقو پر وړاندې منفي راپورونه لري، چې دا شمېرې په نړۍواله کچه د اندېښنې وړ ښودل شوي دي.
ملګرو ملتونو په خپل خپاره کړي راپور کې ویلي؛ د دې ترڅنګ چې دوی هڅه کړې، چې په نړۍواله کچه د ښځو حقونه تامین کړي؛ خو لاهم په دې برخه کې هره ورځ خراب خبرونه شته دي. یاده اداره وايي چې په هرو لسو دقیقو کې د نړۍ په کچه یوه ښځه د خپل خاوند یا هم د کورنۍ غړو له لورې وژل کېږي. د یاد راپور له مخې دې پېښو له ۲۰۲۲ کال راپدېخوا پینځوس سلنه زیاتوالی موندلی دی.
په ورته مهال نړۍ پر اسلامي امارت د ښځمنو حقوقو د نه رعایت تورونه پورې کوي. خو دلته په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمېدو سره د جبري نکاح، سورې( په بدو کې د نجونو ورکړې) او ګڼو نورو ورته ننګونو مخه نېول شوې، چې ښځې ورسره مخ وې.
دا راپورنه ښکاره کوي، چې د نړۍ په کچه د ښځو حقوق یواځې د خولې خبرې دي او د نورو ټولنیزو مسایلو په توګه یې ګڼ دولتونه د خپلو سیاسي او استخباراتي موخو لپاره کاروي.