slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسراییلي پوځ ویاند ویلي، چې د دغه هېواد ځواکونو له مصر څخه د وسلو بار درې ډرون الوتکې (څرخکې) نیولې دي. د پوځ په وینا، په دغو ډرونونو کې د وسلو کارتنونه بار وو.

سرچینې زیاتوي، تر دې وړاندې هم  تېر ماښام مهال یو بل ډرون نیول شوی و، چې پرې وسلې بارې وې.

د اسراییلي پوځ د معلوماتو له مخې، نن سهار هم د پوځ ځواکونو دوه نور ډرونونه په نښه کړي دي. په یوه ډرون کې اتومات وسلې، مرمۍ‌چارج کوونکي بار وې او بل یې د نامعلومو قاچاقي توکو د لېږد لپاره کارېده.

پوځ زیاتوي، په وروستیو میاشتو کې له مصر سره پر ګډه پوله د ډرونونو له لارې د وسلو د قاچاق هڅې زیاتې شوې دي، خو د څارنې ټیمونه د دغو پېښو د مخنیوي هڅې کوي.