slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ د پنجشېر د لوړو زده کړو موسسه د پوهنتون کچې ته لوړه شوه. د دې بدلون په مناسبت د ولایت د مرکز قومي مشرانو او مخورو د منجهور په سیمه کې د پوهنتون  ودانیزو چارو لپاره نږدې ۱۰۰ جریبه ځمکه وقف  او ولایتي ادارې ته وسپارله.

 غونډه کې چې د ولایت مقام کې وشوه، د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم د علم او زده کړو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: "هېواد د خلکو د مبارزې او جهاد په برکت بریالی شو، اوس یې وخت دی چې په علمي او فکري جهاد کې هم مخکښ و اوسو او د راتلونکي نسلونو لپاره پیاوړی بنسټ کېږدو."

قومي مشرانو د اسلامي امارت د مشرتابه او ولایتي ادارې د هڅو ستاینه وکړه او د ځمکې د وقف په پرېکړه یې ټینګار وکړ چې دا ګام د خلکو د پرمختګ هیله‌مندۍ او د نظام سره د ولسونو د همکارۍ څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده چې د پنجشېر د غرنیو سیمو اوسېدونکي د اوسېدو د ځایونو او کرنیزو ځمکو له کمښت سره مخ دي. د خلکو په وینا، په داسې شرایطو کې د ۱۰۰ جریبه ځمکې وقفول نه یوازې د علمي پرمختګ لپاره د دوی ژمنتیا ښيي، بلکې د اسلامي امارت له خدمتونو سره د ولسونو د رضایت نښه هم ده.