په ایران کې د اسلامي امارت سفیر او د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکي د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړتیا سلا شوي.
په تهران کې د اسلامي امارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو له عمومي رییس علي اکبر نظري سره لیدنه وکړه.
د افغانستان سفارت په تهران کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او ډیپلوماتیکو همکاریو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
همدارنګه، د افغانستان سفارت او د ایران د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د تعاملاتو د زیاتېدو، همغږۍ او متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو د پراختیا په اړه هم بحث او نظرونه تبادله شوي دي.
دواړو خواوو د راتلونکو همکارو لیدنو او د ډیپلوماتیکو اړیکو د نورې پیاوړتیا هیله څرګنده کړه.


