مالیې وزارت وایي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر مسودې بحث وشو.
د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوریت د اقتصادي همکاریو ګډ کمېسیون د مالیې وزارت په مشرۍ د راتلونکې ناستې لپاره د چمتووالي ناسته ترسره شوه.
په غونډه کې د پخوانیو هوکړو پر ارزونه، د تفاهملیکونو د مسودې نهایي کول، او له ایراني لوري سره پر تخنیکي همغږۍ بحث وشو. چارواکو ټینګار وکړ چې دا ناسته به د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د لا پراختیا زمینه برابره کړي.


