slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بزکشۍ، نېزه وهنې او محلي لوبو ملي فدراسیون په همکارۍ د غزني ولایت د تربیت بدني او ورزش آمریت او د ملي سوداګر ميرويس وزيرزي کټوازي په مالي ملاتړ د نېزه وهنې ملي ټورنمنټ د غزني په زرګر او قلاتي دښته کې رسماً پيل شو.

په دغه سیالیو کې د هېواد له اتو ولایتونو — پکتیا، پکتیکا، لوګر، خوست، کابل، میدان وردګ، زابل او کوربه ولایت غزني — څخه ۹ لوبډلې برخه لري.

د ټورنمنټ د پرانېستې په مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د فدراسیون رئیس غلام سرور جلال، د غزني ولایت ورزشي امر حاجي بلال مجاهد، د ادارو استازي، نېزه‌وهونکي او ګڼ شمېر مینه‌وال حاضر وو.

مولوي احمدالله وثیق په خپلو خبرو کې وویل، «ورزش یوازې یوه لوبه نه ده، بلکې د ملتونو د یووالي او ورورولۍ یوه وسیله ده.» نوموړي نېزه وهنه د هېواد یوه پخوانۍ او دودیزه لوبه وبلله، چې لا هم په ګڼو سیمو کې خپل ځانګړي مینوال لري.

د نېزه وهنې فدراسیون رئیس غلام سرور جلال هم د دې لوبې پر تاریخي ارزښت خبرې وکړې او د ميرويس وزيرزي کټوازي او کمال نبي‌زاده له مالي ملاتړ څخه یې مننه وکړه.

د معلوماتو له مخې، دغه ملي ټورنمنټ به دوه ورځې دوام وکړي. په پای کې به د لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته یو عراده تېزرفتار موټر، دویم مقام ته ۲۰ زره افغانۍ او درېیم مقام ته ۱۰ زره افغانۍ د جایزې په توګه ورکول کېږي.