کونړ کې د ځانګړو امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې یو داعشي خوارج ووژل شو
المرصاد تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ چې د سید ملا (حماس) په نوم دغه داعشی اصلًا د ماڼوګۍ ولسوالۍ اوسېدونکی و او نړنګ ولسوالۍ ته د تخریبي کړنو ترسره کولو په موخه راغلی و چې امنیتي ځواکونو پرې عملیات وکړل.
همدارنګه د عملیاتو په ترڅ کې ياد کس د مقاومت هڅه کړې چې د ځانګړو ځواکونو له لوري د خپل عمل په سزا ورسېد.
د سرچینې په حواله، نوموړی د ا.ا.ا د امنیتي ځواکونو د عملیاتو له ډاره، د نورو داعشیانو په څېر، پاکستان ته تښتېدلی و او په بلوچستان کې د انفجاراتو د زده کړې له ترلاسه کولو وروسته تازه هیواد ته راستون شوی و.