slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د درېیو اونیو په عملیاتو کې ۲۸۸ کسان د نشه‌يي توکو د خرڅلاو، قاچاق او کارولو په تور نیول شوي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، له دغو کسانو سره ۸۹۹۶ دانې نشه‌يي ګولۍ، ۲.۳۷۵ کیلوګرامه چرس، ۲۱۰ ګرامه شيشه، ۸۰۰ ګرامه تریاک، ۷۰ ګرامه هیرویین، ۱۹ لیتره او ۱۰ بوتله الکولي مشروبات، ۴۲ لیتره خمیره شوي کشمش او نور ډول ډول نشه‌يي توکي ترلاسه شوي دي.

مسؤلین زیاتوي، چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه په جدي ډول روانه ده او نیول شوي کسان د قانوني اجراتو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.