پنجشېر د ولايت په مقام کې د زمردو په ننۍ بولۍ کې چې سږني کال ۸ مه بولي ده په کې ۳۳۵۷ کريټه زمرد په ۳۳۲۴۵۰ امريکايي ډالرو وپلورل شول.
په دغه بولۍ کې کورنيو او بهرنيو پانګه والو برخه لرله چې ډېره برخه يې د پنجشېر ځوانو سوداګرو تشکيلوله. د پنجشېر ولايت رهبري وايې د زمردو د استخراج او بول دغې پروسې د پنجشېر په ولايت کې سوداګريزو فرصتونو پراختيا ته زمينه برابره کړې ده.
د ولايت د رهبرۍ په وينا له دې وړاندې د پنجشېر د خلکو ژوند په کمه کرهڼيزه ځمکه او مالدارۍ ولاړ و چې اقتصادي حالت يې ډېر ضعيف و. د ولايت د رهبري زياتوياوس توانيدلي په دې ولايت کې له بېلابېلو لارو سوداګريز فعاليتونه پراخ کړي.
دې بولۍ کې ډيري د دې ولايت ځوانانو سوداګرو برخه لرله چې خپل راتلونکي ته زيات هيله مند ښکاري.