slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له خوا د انجیل او گذره ولسوالیو په کچه د ښاري سرغړونو د مخنیوي او ارزونې په موخه پراخې څارنې ترسره شوې.

د دغه ریاست رئیس، انجنیر عبدالله اکبري وایي، څارنو وښوده چې په یادو ولسوالیو کې ګڼې ودانیزې چارې له ښار جوړولو د اصولو او رسمي پلانونو پرته روانې دي.

نوموړی زیاتوي چې د ودانیو زیات شمېر جوړښتونه د اړوندو ادارو له نقشو او قانوني اسنادو پرته، په غیر معیاري بڼه جوړېږي، چې دا چاره د ښاري نظم او پرمختیا لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلین ټینګار کوي چې ټولې ودانیزې چارې باید د ښار جوړونې د اصولو، رسمي نقشو او قانوني اسنادو پر بنسټ ترسره شي.