امربالمعروف وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وايي، چې د دې وزارت محتسبینو په غزني، روزګان او ننګرهار ولایتونو کې څلور مېرمنې-چې له ناوړه چلند او ځورونې سره مخ وې- ژغورلې دي.
دیاد وزارت د خبرپاڼې په حواله د غزني، روزګان او ننګرهار ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو څلور تنه هغه مېرمنې له کورني ظلم او ځورونې څخه ژغورلې دي چې له څو کلونو راهیسې د خپلو خاوندانو او کورنیو له لوري له فزیکي ځورونې او ناوړه چلند سره مخ وې.
په دې تړاو مسؤلین وایي: یادې مېرمنې چې د خپلو خاوندانو او د خسرګنیو د غړو له لوري د ناوړه دودونو په اساس ځورول کېدلې او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د محتسبینو د پر وخت اقدام په پایله کې له یادو ظلمونو څخه وژغورل شوې.
ورته مهال د پکتیا ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا یوه مېرمن چې خاوند یې وفات شوی و او د کورنۍ غړو یې غوښتل چې د هغې له خوښې پرته یې یوه بل کس ته په نکاح کړي د دې ولایت د امر بالمعروف د مسؤلینو له لوري د دې ناوړه او غیر شرعي عمل مخه ونیول شوه.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه تېره اسد میاشت کې (۲۰) مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه ژغورلې دي.