slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د لوی اختر د راتګه له امله، په خوست ښار کې د بې‌کیفیته او تاریخ تېرو توکو د پلور مخنیوي لپاره د څارنې پروسه پراخه شوې ده.
د خوست ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم مدیریت له لوري، د نوي پلان له مخې، په ښار کې د اصنافو څارنه زیاته شوې، تر څو د هغه اندېښنو مخنیوی وشي چې ګواکې یو شمېر هټیوال، دوکانداران او تجاران د اختر په راتګ سره ناوړه ګټه پورته کړي او غیرقانوني راکړه ورکړه ترسره کړي.

 ښاروالۍ له ښاریانو غواړي چې د ورته توکو له پېر څخه دې ډډه وکړي او د تاریخ تېرو او بې کیفیته اجناسو په اړه دې ښاروالي په جریان کې کړئ.