تورخم چارواکي؛ ستاسې هېواد د هیچا پوروړی نهدی، په هسکه غاړه او لوړ قامت پکې د عزت ژوند وکړئ.
تورخم چارواکو د عمري کمپ پر دروازه له پاکستانه په زوره راشړل شویو افغان کډوالو ته د ښهراغلاست او ډاډګیرنې پیغامونه لیکلي، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې پراخ غبرګون او ملاتړ ترلاسه کړی دی.
د دې پیغامونو له ډلې یو دا هم دی چې ؛ ((ستاسې هېواد له هیچا هم پوروړی نهدی په هسکه غاړه پکې د عزت ژوند وکړئ.)) دا او دې ته ورته شعارونه نور هم شته، چې د عمري کمپ پر دېوالونو لیکل شوي دي، چې په ټولنیزو رسنیو کې د افغان فعالانو له لوري پرې ګرمې خبرې شوې دي.
وروسته له هغې چې پاکستاني دولت د افغان مهاجرو پر وړاندې تاوتریخوالی پیل کړ، افغان پانګوالو، سیاسیونو او د اسلامي امارت د کابینې اکثرو غړو نویو راغلو هېوادوالو ته د لومړنیو اړتیاوو بستې تیارې کړې، دا ډول له مختلفو جهتونو پر نړۍوالې ټولنې هم غږ وشو، ترڅو د نویو بېکوره افغان کډوالو لاسنیوی وکړي.
د پاکستان له بندرونو هره ورځ افغان خاروې ته د افغان کډوالو لسګونه کډې پر ډیورنډ فرضي کرښه اوړي.