سوداګر او ښاروالۍ په ګډه قلات کې د ۶۰۰ میلیونه افغانیو پانګونه کوي.
د زابل ولایت یو شمېر نوموتو سوداګرو د یوې ناستې پر مهال له قلات ښاروالۍ سره د ۶۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ګډې پانګونې اعلان وکړ. د دې پروژې له مخې به په قلات ښار کې درې لوی مارکیټونه او زر هټۍ جوړیږي.
د زابل د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد هاشم مرغوال وویل، چې د پروژې په پلي کېدو سره به د خصوصي سکتور، ښاروالۍ او خلکو لپاره عایداتي سرچینې رامنځته شي، د دولت عواید به لوړ شي او ګڼو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي. هغه زیاته کړه، چې دغه پانګونه به د لویو او وړو کاروبارونو لپاره د ودې زمینه برابره کړي او د سیمهییز اقتصاد په پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي.
د ولایت مقام ویاند او د ښاروالۍ استازو د تجارانو د نوښت هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې اړینې اسانتیاوې به برابرې کړي. د ناستې ګډونوالو، په ځانګړي ډول ځوانانو او د ادارو استازو، دغه طرحه د اسلامي امارت له لوري د امنیت او پانګونې لپاره د برابرې شوې فضا یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او له سیمې د نورو پانګهوالو یې وغوښتل چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي.