slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسلامي امارت د سترې محکمې د امر پر بنسټ په هېواد کې د زندانونو د ارزونې او بیاکتنې پروسې په پایله کې ۷۵۲۱ بندیان یا ازاد شوي او یا یې د بند موده کمه شوې ده.

د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، د موظف پلاوي تر معایناتو وروسته ۳۲۰۴ هغه بندیان چې د عفوې مستحق بلل شوي وو، رسمي ډول خوشي شوي، او ۴۳۱۷ نورو ته د جزا په دوره کې د تخفیف حکم صادر شوی دی.

مسوولین وایي چې د زندانونو د کتنې پلاوي د مرافعه محکمې  رییسانو په مشرۍ جوړ شوی و او د عدلي او امنیتي بنسټونو استازو یې غړیتوب درلود. دغه پلاوي ته سپارښتنه شوې وه چې په ټولو ولایتونو کې د بندیانو دوسیې وڅېړي او راپورونه د سترې محکمې مشرتابه ته وړاندې کړي.

سرچینې زیاتوي چې د اسلامي امارت د مشر د ځانګړو فرمانونو پر اساس، تر دې مخکې هم د ښځو په ګډون ګڼ شمېر بندیان له زندانونو څخه ازاد شوي یا یې د حبس موده کمه شوې ده.