slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان په اساس هره ورځ د هېواد په سرحداتو کې لسګونه هغه مسافر نيول کېږي چې غواړي په قاچاقي لارو چارو د خپلو سرونو په قیمت د هېواد له سرحداتو واوړي.

په نیمروز کې پر دنده امنیتي مسولان هره ورځ پولیس راډیو ته خبر ورکوي، چې په بېلابېلو سیمو کې له هېواده د ناقانونه کډوالۍ مخه نیسي. امیرالمومنین  په ناقانونه لارو چارو له هېواده وتل منع کړل چې ورسره سم په سرحداتو کې هم د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې بندیز ولګېد.

په بهرنیو هېوادونو کې له ناقانونه کډوالو سره تاوتریخوالی ورځ تربلې په زیاتېدو دی. هره ورځ له ایران او پاکستانه د ناقانونه راستنېدونکو کډوالو جوپې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.

راغلي کډوال په بهرنیو هېوادونو کې د ژوند د ناخوالو په اړه ترخې خاطرې لري خو هغوی چې له دې ترخې خاطرې تجربې نه لري هره ورځ په نامناسبو او ناقانونه لارو چارو هېواد پرېږدي، چې سرحدي منسوبینو په دې اړه خپل ګامونه کوټلي کړي دي.