slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

تېره شپه المرصاد د استخباراتي سرچینو له قوله وويل؛ د فتنګرو هغه شبکه چې په بلوچستان کې یې د داعش خراسان څانګې په مستقیمه لارښوونه د هیواد په شمال شرق کې یو لړ تخریبي کړنې ترسره کولې، د اسلامي امارت د ځانګړو مجاهدو ځواکونو د بریمنو عملیاتو په پایله کې وځپل شوه او ټول غړي یې  ژوندي ونیول شول.


 المرصاد ويلي چې استبخاراتي ځواکونو له تېرو دریو ورځو را پدېخوا د هیواد په شمال کې ددې شبکې پر ضد په تخار، کندز، بغلان او سمنګان ولایتونو کې په پراخه کچه بريالي عملیات ترسره شوي او په دې عملیاتو کې د يادې شبکې ټول غړي نیول شوي او همدارنګه وسلې، مرمۍ، لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي ترې د ځانګړو مجاهدو ځواکونو لاسته ورغلي دي.


د سرچینې په وينا د دې شبکې وروستۍ برید د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې په یوه چینایي وګړي برید وو چې چینایي تبعه پکې ووژل شو او له دې وړاندې بيا همدې شبکې د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ اړوند یوه مسجد کې په ذکر کوونکو برید ترسره کړی وو او له لسو زیاتو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.


د امنيتي سرچينې په وينا چې يادو فتنګرو د بغلان ولایت په ځینو نورو سیمو کې دیني علماء کرام او مخور شخصیتونه په نښه کړي وو او په شهادت یې رسولي و،چې د یادې شبکې ټولو غړو په خپلو جرمونو اعتراف کړی.


هېره دې نه وي چې ددې شبکې فعالیت د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د داعش خراسان څانګې او د دوی تر شا د ځینو استخباراتي جهتونو د هغې ستراتیژۍ یوه برخه وه چې غوښتل یې د افغانستان په شمال کې ځیني پېښې ترسره کړي، د امنیتي وضعیت په اړه تشویشونه را وټوکوي او ګاونډیو هیوادونو ته هم تشویشونه ایجاد کړي، چې د هېواد د ويښو او زړورو سرسپارولو استخباراتي ځواکونو له لوري پخپلې سزا ورسېدل.