slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د مصر دولت یو وار بیا د فلسطینیانو بې‌ځایه کول او د غزې تړانګې وېشل په کلکه رد کړي او دا یې خپل هېواد ته د منلو وړ نه دي بللي. 

د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر یوې ایټالوي ورځپاڼې ته ویلي، چې د فلسطیني سیمو ساتنه په سیمه کې د ستونزو حل لپاره هر ډول عادلانه انتخاب دی او نوموړي د غزې تړانګې لپاره د سولې ټینګولو په برخه کې د شرم‌الشیخ تړون په عملي کولو ټینګار کړی.

د مصر بهرنیو چارو وزیر د کړکېچ د مخنیوي لپاره یوازینۍ حل لاره د دوو دولتونو رامنځته کول دي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې په وروستیو کې د غزې تړانګې په اړه اسرائیلو بېلابېل پلانونه خپاره کړي چې د غزې د وېش موضوع هم پکې شته ده.

څه موده مخکې هم د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په مشوره بنیامین نتیانیاهو له غزې څخه د اسرائیلیانو د ایستلو پلان اعلان کړی و، هغه څرګندونې چې د عربي هېوادونو د مشرانو له لوري بار بار رد شوې وې. 

د ویلو ده چې دا مهال په غزه کې اوربند اعلان شوی، خو اسرائیل په اوربند سربېره لا هم پر هغو کسانو ډزې کوي چې د بشري مرستو ترلاسه‌کېدو ته منتظر دي.