slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پاسپورټ ریاست وایي چې د پاسپورټ د اسانه ترلاسه کولو په برخه کې مو زیات کارونه کړي او په راتلونکي کې هم ورته یو شمېر پلانونه په نظر کې لرو. هره ورځ په زرګونه خلک په دې هڅه کې دي چې پاسپورټونه ترلاسه کړي؛ چې دغه پروسه حتی اکثر وخت کالونه وخت نیسي. د پاسپورټ لوی ریاست وایي، چې د دې ستونزې د حل لپاره مو د انلاین فورمونو ترڅنګ بېلابېلو هغه اړمنو هیوادوالو ته هم کافي فرصتونه منځته راوړي؛ چې په وینا یې د پاسورت ریاست ناروغانو، ملي لوبغاړو، تجارانو، محصیلینو، د ویزو او اقامو درلودونکو، په سرحداتو اوښتونکي ډرېورانو، حج کوونکو کسانو، معلولينو او معیوبینو ته پرته له ځنډه اجرات ترسره کوي او فعالیتونه مو د افغانستان په ۳۴ ولایاتو کې په نورمال ډول روان دي. افغانان د مختلفو ستونزو له امله له هیواده د بهر تللو لپاره پاسپورټونه تر لاسه کوي، چې اکثریت یې د اقتصادي ستونزې او ناروغان تشکیلوي. د پاسپورټ ریاست ویاند و ویل: ظرفیت لوړ شوی، په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټ وېش بهیر روان دی، ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې چې له هغې ډلې څخه په دننه د ریاست کې بانکي څانګه پرانیستل، د کاغذي تذکرو د تایید څانګه پرانېستل، د الکټرونیکي تذکرو سیستم د تفهم له لارې وصولول، د مېرمنو لپاره د بایومټریک او نورو پړاوونو ځانګړي ځایونو خلاصول. هغه کسان چې غواړي پاسپورټ ترلاسه کړي، مکلف دي چې د پاسپورټ ریاست انلاین ویپاڼې ته ننوځي او له هغه ځایه د پاسپورټ اخیستلو غوښتنه وکړي؛ چې زیاتره خلک یې له زیات ځنډه سر ټکوي. زربت ستانکزی چې پاسپورټ یې وروسته له دوو کالو اخیستی دی، وایي چې ما د پاسپورټ له غوښتنې دوه کاله وروسته پاسپورټ ترلاسه کړ؛ خو اسلامي امارت هم د مراجعینو زیاتوالی مني او ادعا کوي چې د حل لپاره یې ځینې ګامونه پورته کړي او نور پلانونه هم په راتلونکي کې ورته لري. ښاغلي پتمن د عوایدو د ترلاسه کولو په اړه و ویل: د پاسپورټ لوی ریاست په تېر یو کال کې ۸۰۰ زره پاسپورټونه په هېوادوالو وېشلي، چې په پايله کې یې له ۴ ملیاردو افغانیو څخه زیات عواید لاسته راغلي دي. پتمن زیاته کړه، چې په راتلونکي کې په مرکز او ولایاتو کې د لا اسانتیا لپاره کار کوو او په کابل کې مو دوه نورو څانګو باندې هم کار پیل کړی ، چې په نهایي کېدو سره به یې د هیوادوالو په خدمت کې ورکړو. د افغانستان اسلامي امارت وړاندې له دې ویلي وو، چې په یو شمېر بهرنیو هیوادونو کې یې هم په خپلو کونسلګریو پاسپورټونه وېشلي او افغانان کولی شي چې هلته هم پاسپورټونه ترلاسه کړي. د پاسپورټ عمومي رئیس عبدالکریم حسیب په دې برخه کې له هیوادوالو د حوصلې غوښتنه کوي او زیاتوي چې پاسپورټ د دوی مسلم حق دی او دا حق موږ دوی ته په عزت او شرافت سره ورکوو. هیوادوال له حکومته غواړي چې نوموړي برخه کې ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او دا د کالو ځنډ دې میاشتو او اوونیو ته راټیټ کړي.