اسمعیل بقايي؛ له اسراییلو پر ایران هره کارېدلې وسله د امریکا ډالۍ وه
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، د اسراییل له لوري په روانو بریدونو کې پر دغه هېواد کارول شوې ډېری وسلې د امریکا ډالۍ وې.
هغه دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې واشنګټن پر ایران د برید له امله اسراییل سره هر ډول همکاري رد کړې ده.