slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د نورستان برګمټال ولسوالۍ د پڅیګرام په سیمه کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ  شفافې پروسې له لارې ترسره شوه، چې له هغې څخه شاوخوا ۲۲۰ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه شو.

د نورستان د کانونو ریاست چارواکي وايي، دا داوطلبۍ د ولایتي ادارو  استازو، سیمه‌ییزو مسوولینو، پانګوالو او د داوطلبۍ  کمېټې غړو په حضور کې ترسره شوه. د دوی په وینا، په دې پروسه کې بېلابېلې قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې د لوړې بیې وړاندې کوونکو ته وپلورل شوې.

د کانونو رییس مولوي سید رحیم ویلي، له یادې داوطلبۍ څخه د اسلامي امارت برخه ۲۰.۷ میلیونه افغانۍ ده، چې دا به د ولایت په پرمختیايي چارو او د کانونو د قانونمند استخراج په برخه کې ولګول شي.

نوموړي زیاته کړې، د داوطلبیو دا ډول روڼې پروسې د ملي عوایدو په زیاتوالي، د پانګوالو د جذب، او د طبیعي زیرمو د اغېزمن مدیریت لپاره مهم ګام دی.

نورستان له هغو ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو بډایه زیرمې لري. سیمه‌ییز مسوولین وايي، د کانونو قانونمند استخراج به نه یوازې د دولت عواید لوړ کړي، بلکې د سیمې د خلکو د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره هم نوې لارې پرانیزي.