slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هېواد د ماليې وزارت وايي چې د دې وزارت د پالېسۍ معین د جاپان له سفیر سره په کابل کې (د غویي ۱۳مه ۱۴۰۴هـ.ل) کتلي. یاد وزارت خبر ورکوي، چې  د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر د جاپان هیواد له سفیر ډاکټر تاکایوشي کورومییا او د افغانستان له پاره د اسیایي پراختیایي بانک ADB له مشر ډېوېډ جې هېل سره د دغه وزارت د پالیسۍ په معینیت کي وکتل.

په خبر کې وړاندې راځي چې په دې لیدنه کي د مالیې وزارت د پالیسۍ معین د جاپان سفارت او د اسیایي پراختیایي بانک له ګټورو او اغېزمنو فعالیتونو څخه قدرداني وکړ او په اړوندو برخو کي یې د لا همکارۍ ډاډ ورکړ.

بل لوري ته د جاپان سفیر او د اسیایي پراختیایي بانک مشر په افغانستان کي د خپلو فعالیتونو د لا پراختیا د ژمني ترڅنګ د مالیې وزارت له هر اړخیزو همکاریو څخه هم مننه وکړه.