slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۴مه نېټه د سمنګان ولایت سفر وکړ او هلته یې د زلزلې له امله له زیانمنو شویو هېوادوالو سره د خواخوږۍ او مرستې په موخه لیدنه وکړه.

ملا عبدالغني برادر اخوند د یاد ولایت له والي محمد شعیب رسالت او د زلزله ځپلو د ستونزو د حل لپاره له ټاکل شویو کمېټو له مسؤلینو سره هم وکتل. نوموړي له کمېټو وغوښتل، چې د خپلو اړوندو برخو د ترسره شویو کړنو تفصیلي راپورونه وړاندې کړي.

د کمېټو مسؤلینو په خپلو راپورونو کې ویلي، چې تر دې دمه یې ټولو زیانمنو شویو هېوادوالو ته لومړني خوراکي توکي، درمل، البسه، کیږدۍ او د سرپناه اړین توکي رسولي دي. همدارنګه د سطحي ټپیانو بېړنۍ درملنه شوې او هغو کسانو ته چې اوږدې درملنې ته اړتیا لري، نغدي مرستې ورکړل شوې دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د کمېټو له ترسره شویو کارونو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د سمنګان په ټولو زلزله ځپلو سیمو کې دې د شهیدانو، ټپیانو او د نړېدلو یا زیانمن شویو کورونو سروې ژر تر ژره بشپړه شي. نوموړي د اسلامي امارت له لوري د مرستو د شفاف وېش سپارښتنه وکړه او زیانمنو خلکو ته یې ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د سرپناه جوړولو، کورونو د بیا رغونې او نورو اړوندو ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي.

د وروستۍ زلزلې له امله په سمنګان ولایت کې ۱۳ تنه هېوادوال شهیدان، ۳۴۴ ټپيان شوي، ۴۱۹ کورونه او ۱۲ جوماتونه په بشپړ ډول نړېدلي، او ۵۹۳ کورونه په نیمه ډول زیانمن شوي دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د زلزله‌ځپلو کورنیو ته تسلیت ووایه، د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه. نوموړي له خیریه بنسټونو، سوداګرو او هغو هېوادوالو څخه مننه وکړه، چې په دې سخت وخت کې یې له زیانمنو سره مرسته کړې ده.

همدارنګه، برادر اخوند یو ځل بیا پر شتمنو هېوادوالو، سوداګرو او نړیوالو خیریه بنسټونو غږ وکړ، چې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لړۍ دوامداره وساتي.

د اقتصادي مرستیال له لوري سمنګان ولایت ته نغدې مرستې هم وړل شوې، تر څو دغه مرستې د زیانمنو شویو هېوادوالو د کورونو د بیا رغونې، د سرپناه جوړولو او د ټپیانو د درملنې په برخو کې د ولایتي مسؤلینو له لوري په شفاف ډول ووېشل شي.