د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو سبا (پنجشنبه، د لړم ۱۵مه) په ترکیه کې پیلېږي.
په دې مذاکراتو کې د افغان پلاوي مشري د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق او د پاکستاني پلاوي مشري د پاکستان د استخباراتي ادارې (ایایسای) رییس عاصم ملک په غاړه لري.


