د کور او ښار جوړولو وزارت وايي چې د دې وزارت له لوري د هرات د تاریخي آبداتو تخنیکي ارزونه بشپړه شوه
د کور او ښار جوړولو وزارت د تاریخي آبداتو د ساتنې ریاست له لوري د هرات ښار په پنځمه ناحیه کې د شهزاده عبدالله او شهزاده قاسم د قبرونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه.
د تاریخي آبداتو د ساتنې رئیس انجنیر محمود جان دوست وایي، دا لیدنه د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له خوا ترسره شوې، څو د یادو تاریخي ودانیو اوسنی وضعیت وارزول شي.
په ورته مهال، د هرات د کور او ښار جوړولو رئیس انجنیر عبدالله اکبري څرګنده کړه چې د ارزونې پایلې ښيي دواړه ودانۍ په وروستیو کلونو کې د آغا خان فرهنګي بنسټ له خوا ترمیم شوې دي او اوس یې ساختماني وضعیت د قناعت وړ دی.
د معلوماتو له مخې، د دغو قبرونو بامونه عایقکاري شوي، خښ فرش پرې شوی او د داخلي جوړښتونو په برخه کې هېڅ تخنیکي ستونزې نه دي لیدل شوې.
یادې تاریخي ودانۍ د هرات د فرهنګي او تاریخي هویت مهمه برخه ګڼل کېږي.