خوست کې څه باندې ۴۰ کیلو ګرامه خام چرس کشف او نیول شوي دي
د خوست ولایت ا.ق وياند طاهر احرار وايي چې ددې قومندانۍ اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلانو، د یاد ولایت په مرکز منګسو سيمه کې د یو لړ برياليو عملیاتو په پایله کې، یو تن د مياولي په نامه له ۴۳ کیلو ګرامه خامو چرسو او ميل کلاشينکوف سره نیولی دی.