slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس مولوي خال میرزا ذوالفقار د ولایت مرستیال مولوي نصرت الله فیضاني او د امارتي ادارو د مشرانو تر څنګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ۱۰۰ متریک ټنه سړې خونې د پروژې پرانستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

مولوي خال میرزا ذوالفقار وویل، د یادې سړې خونې د جوړېدو موخه د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره مناسب ځای برابرول دي څو بزګرانو ته د حاصلاتو په ساتنه او بازارموندنه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړه چې د سړې خونې پروژه د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په کمپلکس کې جوړه شوې او تمه ده چې د ولایت بزګرانو ته د پام وړ ګټه ورسوي.

 د خبر پاڼې په حواله په فاریاب کې د کرنیزو محصولاتو  ساتنې لپاره د معیاري تاسیساتو نشتون بزګرانو ته تل یو له ستونزو څخه و. د ۱۰۰ متریک ټنه سړې خونې پروژه به د همدې اړتیاوو  پوره کولو لپاره مرسته وکړي او د کرنیزو تولیداتو د ضایع کېدو کچه به راکمه کړي.