افغان کرکټ ملي لوبډله په یو ورځنیو لوبو کې اووم ځای خپل کړی.
افغان کرکټ ملي لوبډلې په لومړي وار په نړۍوالو یو ورځنیو لوبو کې اووم مقام خپل کړی. له دې وړاندې کله افغان لوبډلې تر اووم مقامه د جدول سر ته نه وه راغلې. د افغانستان کرکټ بورډ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د دې بریا راز په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ نړۍوالو جامونو او اتلانو جام سیالیو کې ښې لاسته راوړنې وې.
له دې وړاندې تر دا وروستیو هم افغان لوبډله د تېزو لوبو کولو ښه لوبډله بلل کېدله؛ خو په اوږدو( یو ورځنیو او پینځه ورځنیو) سیالیو کې پرې د کرکټ نړۍ دومره حساب نه کوو. تازه د کرکټ نړۍوالې شورا څرګنده کړې، چې افغان لوبډله نور له تېزو لوبو سربېره د اوږدو لوبو وړتیا هم پیدا کړې، هغه لوبډله چې د رامنځته کېدو یې لا پینځه ویشت کاله نه کېږي.