د نورو ولایتونو په دوام؛ د کونړ امنیه قوماندان یونیفورم واغوست او دا یې د ملي ویاړ نښه وبلله
د اسلامي امارت د وروستي فرمان د پلي کېدو په دوام، د کونړ ولایت امنیه قوماندان الحاج مولوي ضیاءالحق حامد نن د نظامي یونیفورم په اغوستلو سره د نظم، ملي احساس او مسؤلیت یوه تازه نښانه څرګنده کړه.
ښاغلي حامد یونیفورم یوازې یوه جامه ونهبلله، بلکې دا یې د خاورې د دفاع، د ولس د خدمت، قربانۍ او وفادارۍ نښه وبلله، ویېویل:
"زه د دې لباس پر اغوستلو ویاړم، لکه څنګه چې زموږ هر سرتېری پرې ویاړي. دا یوازې لباس نه دی، بلکې د ملت او نظام ترمنځ د باور سمبول دی."
نوموړي د امنیتي ځواکونو زړورتیا، ژمنتیا او ایثار وستایه او ټینګار یې وکړ چې د نظم او امنیت د ټينګښت لپاره باید ټولو مسؤلینو د یونیفورم درناوی وکړي.
مولوي ضیاءالحق حامد له ټولو افسرانو، ساتنمنانو او سرتېرو وغوښتل چې د دندو پر مهال نظامي یونیفورم واغوندي، ځکه دا نه یوازې د انضباط نښه ده، بلکې د همغږۍ، مسؤلیتپالنې او ملي وحدت پیغام هم لري.
باید وویل شي چې تر دې وړاندې په کندوز او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د امنیه قوماندانیو مسؤلینو یونیفورمونه اغوستي او دا یې د ملي هویت د درناوي برخه ګڼلې ده.