slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


 نوموړي زیاته کړې: “موږ نور نه پوهیږو چې څنګه په امریکایانو باور وکړو. ایران به هیڅکله د یورانیمو د غني کولو په بشپړ بندولو موافقه ونه کړي او اسراییل باید د متحده ایالاتو سره د هر ډول خبرو اترو دمخه خپل تیری ودروي.”

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ان بي سي خبرې شبکې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په دوو اوونیو کې د ایران د اتومي موضوع د حل لپاره ډیپلوماتیکه لاره پیدا کېدای شي؟ ویلي دي، دا په امریکایانو پورې اړه لري چې خپل عزم د یوې موافقې لپاره وښيي او که دوی بل نیت لري، چې غواړي پر ایران برید وکړي.

دغه‌ راز نوموړي ټینګار کړی، موږ نه پوهېږو چې څنګه پرې باور وکړو. هغه څه چې دوی ترسره کړل، په حقیقت کې له ډیپلوماټیکو چارو سره خیانت و.