د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په پینځو ولایتونو کې اته تنه د نشهيي توکو د لېږد، کارولو او خرڅلاو په تور نیولي دي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وياند علا محمد مدني وايي، د دې معینیت اړوند پولیسو د هېواد په پینځو ولایتونو( پنچشیر، نیمروز، فراه، لغمان او کندوز) کې اته تنه له ۱۳.۷۱۳ کیلو ګرامه چرسو، یو کیلوګرام تریاکو، ۸۴۵ عدده نشهيي ګولیو او بيلابيل ډوله نشهیي توکو سره نیولي او اړوندو ارګانونو ته يې سپارلي دي.