slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کابل–جلال اباد پر لویه لاره د لغمان ولایت  د خیروخیلو په سیمه کې د موټر او موټرسایکل د ټکر له امله یوه پېښه رامنځته شوې ده.

د لغمان امنیه قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت مسوولین وایي، پېښه پرون ماسپښین د موټرچلونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې د موټرسایکل چلوونکی ځای پر ځای مړ شوی او د مارګله ډوله موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

 مسوولینو زیاته کړې چې ټپي تن د مهترلام ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوی او پېښه څېړل کېږي.

د لغمان امنیه قوماندانۍ یو ځل بیا له ټولو موټرچلونکو غوښتي چې د ترافیکي اصولو په رعایت سره د ځان او نورو ژوند ته پام وکړي.