slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

واشنګټن کې د اسرایلو سفارت دوه کارکوونکي په یوه  وسلوال برید کې وژل شوي دي. پېښه تېره شپه د ماښام ۹ بجې د واشنګټن په مرکز کې د “Capital Jewish Museum” مخې ته رامنځته شوې ده.

وژل شوي کسان یو نارینه او یوه ښځینه استازي دي، چې د اسرایلو د سفارت د کارکوونکو له ډلې څخه وو. سرچینې وایي، دواړو نیت درلود چې په نږدې راتلونکې کې نامزادي وکړي.

د برید تورن “الیاس رودریګز” نومېږي، د شیکاګو اوسېدونکی دی. نوموړی د نیول کېدو پر مهال د فلسطین د آزادۍ شعارونه ورکول.