سږ کال د صادراتو کچه ۱۲۲ میلیارده افغانیو ته رسېږي
د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې یې ځینو بهرنیو هېوادونو ته د څه باندې ۱۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات کړي. یاد وزارت دغو بهرنیو هېوادونو ته د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په لسو میاشتو کې په صادراتو کې د ډېروالي لامل، چې د څه باندې ۱۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت دي، د هېواد په ګمرکونو کې سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرول او له فساد سره جدي مبارزه کول په ګوته کړي. دغه وزارت زیاته کړې چې په ترسره شویو صادراتو کې د څه باندې ۴۳ میلیارده افغانیو په ارزښت مېوې، د ۱۶ میلیارده افغانیو په ارزښت پنبه او د ۱۷ میلیارده افغانیو په ارزښت سبزیجات شامل دي، چي پاکستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي. مسئولینو ویلي، د مالیې وزارت تل هڅه کړې، چې د کورنیو او بهرنيو سوداګرو لپاره په ګمرک په مراحلو کي اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي؛ ترڅو سوداګر وکولای شي په کمه موده کې د سوداګریزو توکو ګمرکي طی مراحل په اسانۍ سر ته ورسوي.