غزه؛ د جګړې له پیله تر اوسه شاوخوا ۱۹ زره ماشومان شهیدان شوي.
د غزې د حکومت د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تر ۶۲ زره زیات فلسطینیان شهیدان شوي، چې له دې شمېر څخه نږدې ۱۹ زره ماشومان دي.
ملګريو ملتونو خبرداری ورکړی چې په غزه کې د ماشومانو لپاره هېڅ ځای خوندي نه دی، او د اسراییل د کلابندۍ له امله د خوړو او درملو کمښت د خلکو وضعیت نوره هم کړکیچن کړی دی.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره (UNRWA) ویلي، د هغوی ښوونځي چې د زرګونو خلکو د سرپناه په توګه کار کوي، په پرلهپسې توګه په نښه کېږي او د «ماشومانو د مرګ ځایونو» په توګه پېژندل شوي دي. دغه اداره او یونېسف دواړه بیا په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.