slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کابل امنیه قومندانۍ  د ورکې د پیدا کېدو په یوه خبرتیا کې کابل‌مېشتو هېوادوالو ته خبر ورکړی، چې د کابل ښار په شهرنو سیمه کې  یې یوه اندازه نغدې پېسې پيدا کړي. دوی وايي دا پيسې چې په کثافاتو کې موندل شوي، تر اوسه یې څښتن نه‌دی معلوم.  د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ له هېوادوالو غوښتي چې د دې پیسو اصلي څښتن په موندنه کې دې له کابل امنیه  قومندانۍ سره همکاري وکړی.

د ښاغلي ځدراڼ له قوله؛ دا پیسې له اتو تر دیارلسو زرو یورو (اروپايي پیسې) پورې ښودل شوي، چې په  ۱۴۴۳/۱۲/۵ نېټه موندل شوې دي.