slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

خوست کې د اوبو او انرژۍ ریاست له لوري د ذخېره وي بندونو شپږ پروژې په بېلابېلو سيمو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوې. په بشپړې شويو پروژو شاوخوا ۵۵ مېليونه افغانۍ لګښت راغلی،  چې د سيمې خلک به د اوبو په برخه کې ترې استفاده وکړي.

خوست ته د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي سفر او د شپږ ذخېره وي بندونو د پرانیستې مراسم. په دغو مراسمو کې د اوبو او انرژې سرپرست وزير مولاعبدالطيف منصور وويل،  چې ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې شپږ د اوبو ذخېره وي بندونه چې ټول لګښت يې شاوخوا ۵۵ مېليونه افغانۍ کيده ګټې اخيستنې وسپارل.ښاغلي منصور وویل ، جوړ شوي ذخېره وي بندونه به د اوبو په مهار او د ځمکې لاندې اوبو د کچې په لوړولو کې ډېر موثر تمام شي.

ددغه ذحېره وي بندونو له جملې يې د ګربزو ولسوالۍ اړوند ليژې بند چې څه باندې ۱۹ مېليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی ۵۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.


د سيمې مېشتوالو خپلو کرنيزو ځمکو خړوبولو، د اوبو په ذخېره او د ځمکې لاندې اوبو په لوړولو کې جوړ شوي چېکډېمونه ډېر مهم ياد کړه او له اړوند ادارې يې د اوبو په برخه کې د لا نورو چېکډېمونو غوښتنه وکړه.

دوی زياته کړه،  که د اوبو او انرژۍ رياست د اوبو مهار ته توجه ونه کړي، په خوړونو کې روانې اوبه به وچې او کرنيزو ځمکو ته به يې ستر زيان ورسیږي.


ددغه پرژو تر څنګ د مرکز سربېره په ولسواليو کې د لس کارېزونو د ترميم چارې هم تکميل او ګټې اخيستنې ته وړاندې شوې. ذکر شوي پروژې په ګربزو ،  اسمعيل خېلو او مندوزيو ، عليشرو، صبريو،  باک، نادرشاه کوټ ، موسی خېلو او سپېره ولسواليو کې ترسره شوي دي