slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په دې ولایتونو کې د پولیس راډیو استازي وایي چې د تېرې شپې په زلزله کې د دې دواړو ولایتونو اوسېدونکي له ګڼو مالي او ځاني زیانونو سره مخ شوي.

د سمنګان د عامې روغتیا رئیس، قاري لطف‌الله حبیبي، د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ وايي چې په مرکز ایبک کې ۱ تن شهید شوی او له ۱۰۰ څخه ډېر کسان ټپیان دي. په خلم ولسوالۍ کې ۶ تنه شهیدان او له ۷۰ څخه زیات ټپیان شوي دي. په حضرت سلطان ولسوالۍ کې ۱ تن شهید او ۱۵ تنه ټپیان دي.

ورته مهال؛ د بلخ ولایت چارواکي وایي چې د زلزلې له امله تر اوسه پورې له ۷۰ څخه زیات ټپیان د بلخ حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د شولګر ولسوالۍ څخه هم د ۳ تنو د وژل کېدو او ۸ تنو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.

ځايي چارواکي وایي د مرستو او ژغورنې ډلې  سیمو ته رسېدلي او ممکن د تلفاتو شمېر لا زیات شي.