slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د کابل د عامې روغتیا ریاست تخنیکي ټیم د ۱۴۴۷ هـ ق کال د صفرالمظفر په ۱۳مه (د ۱۴۰۴ هـ ش کال د اسد په ۱۷مه) د خواجه مسافر CHC+ روغتیایي مرکز څخه د نوکریوالۍ د کنټرول په موخه لیدنه ترسره کړه.

د لیدنې په ترڅ کې د روغتون د ټولو څانګو فعالیتونه وڅارل شول او د پرسونل څخه د روغتیایي خدماتو په اړه پوښتنې وشوې. د کابل د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ چې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو پر مهال دې د وزارت ستندردونه او پروتوکولونه په بشپړه توګه رعایت شي او ناروغانو ته معاینه، تشخیص او درملنه په معیاري ډول ترسره شي.

د لیدنې مثبت ټکي په لاندې ډول دي:

  • پرسونل په دندو حاضر و او روغتیایي خدمات روان وو.

  • د روغتیایي مرکز نظم د پخوا په پرتله ښه شوی.

  • بریښنا او اوبه په مرکز کې موجودې وې.

  • امبولانس شتون درلود.

خو ځینې ستونزې هم څرګندې شوې، چې په هغو کې د درملو کموالی او د امبولانس د بټری خرابوالی شامل دي.

د عامې روغتیا ریاست ټیم ژمنه وکړه چې د روغتیایي خدمتونو د ښه والي لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.