خوست کې د مجیب الرحمن په نوم نوې کرکټ اکاډمي پرانیستل شوه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وتلي لوبغاړي مجیب الرحمن د خوست ښار په جنوبي برخه کې یوه معیاري کرکټ اکاډمي جوړه او په ځانګړو مراسمو کې یې پرانیسته.
دغه اکاډمي چې د (MR7) په نوم یادېږي، پر نږدې دوه جریبه ځمکه د شپږو میاشتو په موده کې د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده. په اکاډمۍ کې پراخ نیټونه، د ۱۲ سیمنټي او څلور د خاورو پیچونه، د بالینګ ماشین او نورې روزنیزې اسانتیاوې برابرې شوې دي. د مسؤلینو په وینا، په راتلونکې کې به د روښنایۍ سیستم او فټنس سنټر هم ورزیات شي.
د اکاډمۍ د پرانیستې پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیم زي د دې کار ستاینه وکړه او ویې ویل چې د معیاري روزنځایونو جوړول د کرکټ د پرمختګ او د نوو استعدادونو موندلو لپاره ډېر اړین دي. هغه له سوداګرو او لوبغاړو وغوښتل چې د دې ډول پروژو په جوړولو کې پانګونه وکړي.
اوس مهال د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي نورعلي ځدراڼ، مجیب الرحمن او ابراهیم ځدراڼ د اکاډمۍ ځوان لوبغاړو ته روزنه ورکوي، او د مسؤلینو په وینا، په راتلونکې کې به نور روزونکي هم ورزیات شي.
ځوانو لوبغاړو د دغې اکاډمۍ له جوړېدو خوښي وښوده. د هغوی په وینا، معیاري روزنیز مرکزونه د کلیوالو میدانونو په پرتله ډېرې اسانتیاوې لري او کولای شي د ملي لوبډلو لپاره وړ لوبغاړي وروزي.
یاده اکاډمي د خوست څلورمه رسمي کرکټ روزنځای دی او ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې یوه بله هم پرانیستل شي، چې په دې سره به د کرکټ په دې ولایت کې د لوبغاړو لپاره د مسلکي زده کړو زمینه نوره هم پراخه شي.