slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ایران د بشري حقونو سازمان په تازه راپور کې ویلي چې د روان کال په تېرو نهو میاشتو کې په دغه هېواد کې له زرو ډېر کسان اعدام شوي دي. د راپور له مخې، په اوسط ډول هره ورځ نږدې نهه کسان په ایران کې د ځړول کېږي.

یاد سازمان د سې‌شنبې په ورځ د تلې په لومړۍ نېټه خپاره کړي راپور کې ټینګار کړی چې د ایران حکومت د سیاسي موخو د تحقق او په ټولنه کې د وېرې خپرولو لپاره له اعدامونو کار اخلي.

په راپور کې د بشري حقونو له نړیوالې شورا غوښتنه شوې چې د حقیقت موندنې خپلواک کمیټې دې دا اعدامونه د «بشریت ضد جنایت» په توګه وڅېړي او لازم اقدامات دې وکړي.