د اسلامي امارت کابینې په تازه غونډه کې د ټیټکیفیته تېلو د مخنیوي او راستنېدونکو کډوالو د اسانتیاوو پر څرنګوالي بحث وکړ.
د اسلامي امارت رییسالوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په تازه غونډه کې د دوو مهمو ملي موضوعاتو—د بېکیفیته تېلو د وارداتو مخنیوی او د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ بهیر—په اړه مفصل بحث شوی دی.
ارګ د خپلې تازه اعلامیې له لارې ویلي، چې د غونډې پر مهال د هغه پلاوي وړاندیزونه وارزول شول چې د ټیټکیفیته تېلو د مخنیوي د لارې د ټاکلو لپاره ټاکل شوی و. د اعلامیې په اساس، کابینې اړوند پرېکړې وکړې څو له دې وروسته هېواد ته د غیرمعیاري تېلو د ننوتو سد بندي په واضح او عملي ډول وشي. په دې تړاو نور تفصیلي معلومات نه دي خپاره شوي.
همدارنګه د غونډې بل مهم بحث د هغو کډوالو د استوګنې او ملاتړ په اړه و چې وروستیو میاشتو کې هېواد ته ستنېږي. کابینې ټینګار کړی چې باید د راستنېدونکو لپاره د اسانتیاوو پروسه منظم او اغېزمنه شي، ترڅو دوی په ښه ډول خپلو اصلي سیمو ته ورسېږي او ستونزې یې کمې شي.


