slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

نن سې  شنبه د ذولقعدې د میاشتې په پنځلسمه نېټه، د بلخ ولایت د پولیسو په اکاډمۍ کې د (710) تنو مجاهدو پولیسو د فراغت په ویاړ ستره او پرتمینه غونډه تر سره شوه.

غونډه د قران عظیم الشان په مبارکو ایاتونو پیل شوه چې په لومړیو کې له مرکز څخه راغلی مېلمه د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د ښوونې او روزنې  عمومي قومندان پاسوال قاري روح الله عبیده “پیلوت” په لومړي سرکې د پولیسو له اکاډمۍ څخه فارغ شویو محصلینو ته مبارکي ورکړه، د هغوی زیار او هڅې یې وستایلې او له فارغ شویو  پولیسو څخه یې وغوښتل چې د نظامي رتبو لپاره نه؛ بلکې د پاک سپېڅلي دین او هېواد د ساتنې، تقوا، غوره کارنامو او د اسلامي تاریخ د رنګین ساتلو لپاره کار وکړي.

ښاغلي پاسوال  قاري روح الله عبیده “پیلوت” په تېر او اوس کې د مجاهدینو قربانۍ او خدمتونه بې مثاله وګڼل او اوسنی اسلامي نظام یې یوه غوره موقع وګڼله ترڅو د مظلوم او کړیدلي افغان ولس خدمت وکړي او د ننۍ پرمختللې نړۍ سره یې سیال کړي.

ورپسې د بلخ ولایت د تعلیماتو د مرکز قومندان  شیخ محمد صابر “الفت” د اسلامي امارت د مجاهدینو سرښندې او قربانۍ  بې مثاله وګڼلې، او نننی اسلامي نظام او با ثباته افغانستان یې د مجاهدینو د قربانیو او سرښندنو ثمره وګڼله. هغه د مجاهدینو مسلکي کول  د خپل کار لومړیتوب وګاڼه او ژمنه یې وکړه چې ډېر ځله به د داسې غونډو شاهدان اوسو چې پولیس مو د مسلکیتوب خواته بیایي.

ورپسې د بلخ ولایت د والي مرستیال  مولوي نورالهادي ‘ابو ادریس”  د تعلیماتو د مرکز له ټولو مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې شپه ورځ یې د اسلامي پولیسو د روزلو لپاره یوه کړې ده. همداراز یې  د نظام د ساتلو لپاره لومړی پر  اطاعت، خپل منځي محبت، همغږۍ  او ادب ټینګار وکړ چې له برکته یې نظامونه تل پاتې او د ډېر عمر څښتنان شوي دي.

همدارنګه د بلخ ولایت د علماو د شورا رئیس مولوی عبدالجلیل “شهیدخېل”  په خپلو خبرو کې فارغ شویو نظاميانو ته مبارکي ورکړه او خوښي یې وښودله چې د دغسې سترې غونډې ګډونوال دی.