slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکو د روسیې اټومي بټۍ په نښه کړې او هلته پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده. 

د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې اوکراین پرون د روسیې په لور نږدې ۱۰۰ ډرون بریدونه کړي او درانه زیانونه یې اړولي دي. 

د راپورونو له مخې چې د اوکراین لخوا دا بریدونه په «کرسک» سیمه کې په نښه شوي دي. 

په ورته وخت کې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د اټومي توکو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی. 

تر اوسه د دغو بریدونو له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي. 

د اوکراین او روسیې پر جګړه کلونه اوړي، او د امریکا په ګډون د نړیوالو د پرله‌پسې هڅو له امله بیا هم هلته د اوربند کوم څرک نه لیدل کېږي.

تر دې برید مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو لپاره هڅې کوي، خو په وینا یې چې کله ولادیمیر زلنسکي اوربند ته غاړه نه ږدي او نه کله هم د روسیې ولسمشر پوتین ناغېړي کوي.

د ویلو ده چې د اوکراین په جګړه کې تر دې دمه لسګونه زره کسان وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان دي.