slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

مالیزیا کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر نقیب‌الله احمدي د دغه هېواد له بېلابېلو ښارونو څخه له راغلو افغان سوداګرو سره مشورتي ناسته وکړه. د غونډې موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د افغان پانګوالو د ستونزو ارزونه وه.

د افغانستان سفارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د مالیزیا اړوندو سوداګریزو بنسټونو استازو هم ګډون درلود او د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو اقتصادي تعاملاتو، صادراتو او وارداتو په اړه بحث وشو.

سفیر نقیب‌الله احمدي د افغان سوداګرو هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې سفارت به د افغان پانګوالو قانوني او اداري اړتیاوو د اسانتیا لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغان سوداګرو استازو له سفیر څخه مننه وکړه او غونډه یې د یو منظمې همغږۍ پیل وباله چې کولای شي د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د سوداګرۍ نوې لارې پرانیزي.

ناسته کې ټینګار وشو چې دواړه هېوادونه باید د پانګونې، ترانزیټ او خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې ګډ کار ته دوام ورکړي، څو افغان متشبثین وکولای شي په سیمه‌ییزو بازارونو کې خپل حضور نور هم پراخ کړي.